په سپین بولدک کې پر هستوګنو سیمو د پاکستاني پوځ له بریدونو وروسته، چې په پایله کې یې ۹ تنه افغانان ووژل شول او تر ۵۰ ډېر نور ټپيان شول، دفاع وزارت د ځوابي برید لپاره افغان ځواکونو ته د تیارسي امر کړی دی. دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، د افغانستان پر خاوره، د پاکستاني پوځیانو له راکټي بریدونو وروسته د افغانستان لوی درستیز محمد یاسین ضیا ټولو پوځي قوتونو ته لارښوونه کړې چې د پاکستاني پوځیانو پر وړاندې د متقابل عمل لپاره پوره تیاری ونیسي او په ډیورند کرښه کې افغان ځواکونه په سپکو او درنو وسلو سمبال کړي. د دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزی وايي چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو په بریدونو کې د یوه ماشوم په ګډون ۹ ملکیان وژل شوي او ۵۰ تنه نور ټپيان دي. پاکستاني پوځیانو وروسته له دې پر سپین بولدک ولسوالۍ د درنو او سپکو وسلو بریدونه پیل کړل چې په چمن کې زرګونو لاریون کوونکو د پاکستاني سرحدي ملېشه وو ځيني پوستو او تاسیساتو ته اور ورته کړ.
































