د پکتیا ولایت د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس، حسیب الله ګردېزي ویلي چې له تېرې ورځې راهیسې په ډنډ پټان ولسوالۍ کې د خرلاڅې دروازه هم د پاکستان له لوري د ټرانزیټ پر مخ تړل شوې او له موټر چلوونکو یې د پاسپورټ او وېزې غوښتنه کړې. نوموړی وایي چې د دغې دروازې د تړل کېدو له امله دواړو غاړو ته ګڼ موټر بند پاتې دي. پاکستاني لوري دوه ورځې وړاندې د تورخم دروازه هم د ترانزېټ پر مخ تړلې ده. د پاکستان حکومت تر دې مخکې هم له افغان موټرچلوونکو څخه د پاسپورټ او ویزو غوښتنه کړې وه، چې د تېر ۲۰۲۳ م کال د ډسمبر پر شپږمه هم د تورخم دروازه د څو ساعتونو لپاره تړلې وه.
































