د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي چې د نړۍ په کچه به روان زیږدیز کال ۱۶۶ میلیونه خلک ژوند ژغورونکو بشري مرستو ته اړتیا ولري. د دغه سازمان مشر ټیډروس ادهانوم د ۲۰۲۴ کال لپاره د نړۍوالې بسپنې راجلبولو په ناسته کې ویلي، چې سازمان یې په پام کې لري دغه کال کې ۸۷ میلیونه خلکو ته بشري مرستې ورسوي خو په خبره یې دا چاره د هېوادونو او بنسټونو له بسپنې او مالي مرستو پرته نشي کولی. د هغه په خبره، یاد کسانو ته د مرستو رسولو دا بهیر ۱.۵ میلیارده ډالرو ته اړتیا لري.
































