د اوبو او برېښنا سرپرست وزیر د چین د MCC شرکت له مسوولینو سره د مس عینک کان لپاره د اړتیاوړ انرژۍ د چمتو کولو پر امکاناتو خبرې کړې دي. د اوبو او برېښنا وزارت پر خپله ټویټرپاڼه په یوه بیان کې لیکلي چې دواړو خواوو پرون په یوه غونډه کې په دې اړه بحث وکړ. په غونډه کې د بامیان ولایت د ډبرو سکرو له سرچینو او ځینو نورو بدیلو لارو څخه د مس عینک کان د اړتیا وړ ۳۷۰ میګاواټه بریښنا د چمتوکولو په اړه خبرې شوي او پرېکړه شوې چې چینايي لوری دې پردې وړاندیزونو غور وکړي او په یوه اونۍ کې دې د انرژۍ له وزارت سره خپل نظر شریک کړي.
































