د مرکزي سېلو عواید تر ۶۰ سلنې کم شوي دي، د سېلو د عملیاتي مرستیال په وینا د دغې کارخونې د عوایدو د کموالي لامل د تړون نشتون دی. نوموړی دغه راز وايي، تېر ته په کتو د مرکزي سېلو کارکوونکي هم کم شوي دي. د مسوولینو په وینا اوسمهال یوازې د کابل دولتي پوهنتون په لیلیه کې د دې سېلو ډوډۍ پلورل کېږي. د مرکزي سېلو فعالیتونه بیا د غنمو د زېرمه کولو، د غنمو د ژرندې، د ډوډۍ د پخولو او د مرستې او تخینک په برخو کې په نورمال ډول دوام لري.
































