د عراق پوځ وایي، پرون دوه توغندي د بغداد پر هوایي ډګر ولګېدل، چېرته چې امریکایي ځواکونه دېره دي، خو دې پېښې مرګ ژوبله نه ده اړولې. د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې له اکتوبر میاشتې راهیسې دا په عراق کې پر امریکایي اهدافو نهه دېرشم برید دی. د دغه برید مسئولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی. خو واشنګټن په دې وروستیو کې ایران پلوه ډلې د داسې بریدونو په ترسره کولو تورنې کړي دي. له کله نه چې امریکایي ځواکونو په عراق کې د ایران د سپاه پاسدران د قدس ډلې قومندان قاسم سلیماني وواژه، سیمه کې د ایران او امریکا ترینګلتیا ډېره شوه.
































