د پنجشېر ولايت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په روان کال کې د واټرشيډونو او چکډیمونو د ۳۶ پروژو د بشپړولو خبر ورکړی دی. د یاد ریاست مشر فضل الله دیوبند ويلي، چې دغه پروژې په مرکز بازارک او شتل، عنابه او رخه ولسوالیو کې ۶۶۶زره او ۱۰۰ امریکايي ډالرو په لګښت بشپړې شوې دي. د نوموړي په خبره یادې پروژې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان او د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې په مالي ملاتړ د سېلابونو او باران اوبو د مدیریت او ترځمکې لاندې د اوبو سطحې د پیاوړتیا په موخه تطبیق شوې دي.
































