د بغلان د پوهنې ریاست مسوولین وايي، چې د روان ۱۴۰۲ کال له پیله تردې دمه یې ۴۳ ښوونځي او دیني مدرسې د دې ولایت په نهرین او ډنډغوري سیمو کې د یاد ریاست او دغه راز د موسسو په مالي لګښت بیارغولي دي. د بغلان د پوهنې رییس محمد نور عزیزي وايي، چې ۴۱ ښوونځي او دوه دیني مدرسې یې په نهرین او ډنډغوري سیمو کې بیارغولي او دغه راز د سویډن د موسسې په مالي مرسته د درې ښوونځيو لپاره احاطوي دېوال د جوړولو چارې هم بشپړې کړې دي. عزیزي وویل، چې د هېواد ملي سوداګر عتیق الله رامین په مالي مرسته د دې ولایت په فرنګ ولسوالۍ کې په روان کې د یوه لومړني ښوونځي لپاره ودانۍ هم جوړه شوې ده.
































