د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر ويلي، چې په سوډان کې د ۹ مياشتنۍ شخړې له امله ۷ ميليونه او ۴ سوه زره کسان بې ځايه شوي دي. اعلامیه وايي، د سوډان په مرکز خرطوم او ختيځو سیمو کې د وسله والو او د چټک ملاتړ ځواکونو تر منځ جګړې زور اخيستی او شمېرې ښيي، چې په دغه هېواد کې تېره میاشت د کډوالو شمېر له ۶۱۰ زرو څخه پورته و. په سوډان کې د کډوالو د زياتوالي له امله بشري اړتياوې هم زياتې شوي او دغه راز د انټرنيټي او مخابراتي خداماتو، پانګو او پرسونلونو د کمښت له امله مرستندويه چارې هم له ستونزو سره مخ شوې دي.
































