د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویلي، چې د تخنیکي چک پر مهال یې د ۱۸ غیر معیاري موټرو ټرانسپورټي فعالیتونه ځنډولي دي. یاد وزارت ویلي، د تخنیکي خدمتونو د خوندیتوب ریاست د کابل ښار په ترمینلونو کې د ۲۸۳موټرو تخنیکي وضعیت کنټرول کړی، چې له دې ډلې یي د ۱۳ موټرو اصلاح وشوه او د ۱۸ نورو ټرانسپورټي فعالیت د تخنیکي ستونزو د حل په موخه ځنډول شوی دی. یاد وزارت زیاته کړې، ټول هغه مسافر وړونکي موټر چې په ټرانسپورټي معیارونو برابر نه وي فعالیت یې ځنډول کیږي.
































