د لوګر په مرکز پل علم سربېره ۳ ولسوالیو کې د څه باندې ۴ میلیونو افغانیو په لګښت د کرنې ۳ پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د یادو پروژو ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې د لوګر د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رييس سيد امين هاشمي وويل چې په دغو پروژو کې په مرکز سربېره، بره کي برک، څرخ او آزرې ولسوالیو کې د ۵ شنو خونو، ۴ سړو خونو او ۱۰ جریبه سوداګریز بڼ جوړول شامل دي چې پرې ۴ میلیونه او ۴۰۰ زره افغانۍ لګښت راغلی دی. هاشمي زیاته کړه د یادو پروژو د پلې کولو اصلي موخه د کرنې میکانیزه کول، کروندګرو ته د کاري چاپېریال رامنځته کول او خلکو ته په یخنۍ کې تازه سبزیجاتو ته د لاسرسي زمینه برابرول دي.
































