د بغلان د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکزي بغلان – نهرین ولسوالۍ پر لاره د دوو موټرو د ټکر له امله ۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د بغلان د امنیې قومندانۍ ویاند شیراحمد برهاني وویل، چې د مرکزي بغلان ولسوالۍ د دروازه سړک په سیمه کې د یوه پاسو او هینو موټر د ټکر په پایله کې ۴ تنه مړه او ۳ نور ټپیان شوي دي. برهاني زیاته کړه، چې په ټپيانو کې دوې ښځې هم شاملې دي، چې د ولسوالۍ روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.
































