د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د مرستو پر سر د څار یا سیګار ادارې راپور ورکړی چې افغانستان د کرونا ویروس په خاطر له سخت اقتصادي حالت سره مخ دی. په راپور کې دا ګواښ شوی چې د کرونا وبا د اقتصادي تاوان په خاطر میلیونونه افغانان له لوږې سره مخ کېدای شي. دا مسایل د سیګار په پروني راپور کې راغلي چې د امریکا کانګرس ته یې وړاندې کړی دی. په راپور کې راغلي چې د افغانستان اقتصاد سږ کال ۱۰ سلنه ځوړ یا ماته تجربه کړي. سیګار ادارې ویلي د کرونا وبا له امله د اقتصادي تاوانونو په خاطر چې د وزګارتیا زیاتوالی، د سرحدي لارو د تړل کېدو په سبب د خوړو کموالی او د قیمتونو زیاتوالی یې لوی لاملونه دي د افغانانو غذايي مصئونیت له خطر سره مخ کړی دی.
































