د سرپرست حکومت چارواکي وایي چې د سوداګریزو توکو د لېږدونکو موټرونو پر مخ د تورخم لارې د بېرته پرانیستلو په تړاو هڅې روانې دي. د سرپرست حکومت ویاند وایي چې دغه لار لومړی د پاکستاني سرتېرو له خوا تړل شوې او د دواړو هېوادونو چارواکي یې د پرانیستلو لپاره د خبرو اترو په حال کې دي. ځينې سوداګر له څلورو ورځو راهیسې د تورخم دروازې پر تړل کېدو نیوکې کوي او وايي، پاکستان تل د سیاسي ستونزو له امله پر خصوصي سکټور فشار راوړي. دغه سوداګر د سوداګریزو موټرو پر وړاندې راپورته شوې ننګونې د ټولو نړۍوالو قوانینو په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ابټا تړون پر خلاف بولي.
































