د کورنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړې استازې رافایلا ایوډېس سره راتلونکې میاشت په دوحه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډې باندې خبرې کړي دي. یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې اغلې ایوډېس په دغه لیدنه کې د هرات زلزله ځپلو او هېواد ته راستنېدونکو افغانانو ترڅنګ افغانستان سره د نورو بشري مرستو په اړه هم غږېدلې ده. خبرپاڼې کاږلي چې لیدنه کې د کورنیو چارو سرپرست وزیر په نړۍوالو ناستو او بنسټونو کې د سرپرست حکومت استازي پر شتون ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې دا چاره به د ستونزو حل سره مرسته وکړي.
































