د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولین د تېر کال په پرتله په کابل ښار کې د هوا ککړتیا د کچې له کموالي خبر ورکوي. د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې چارواکي وايي، په پلازمېنه کې د هوا د ککړتیا کچه د تېرو کلونو په پرتله په هر متر مکعب کې له ۵۰۰ ملي مایکرونو ۲۰۰ ملي مایکرونو ته راکمه شوې ده. د چاپېریال ساتنې ملي ادارې د چاپېریال د ککړتیا د تنظیم او کنټرول مسوول طوفان جبران وايي، د هوا د ککړتیا د زیاتوالي له امله د ځینو پروژو ځنډېدل منفي اغېزې پرېباسي او د دې ننګونې د لهمنځه وړلو لپاره باید د چاپېریال ساتنې مسئله د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې شامله شي.
































