د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د یوې ناچاوده مرمۍ د چاودنې له امله دوه ماشومان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. دغه پېښه نن د مرکزي بغلان ولسوالۍ په کهنه قلعه نومي سیمه کې شوې. دغه پېښه هغه مهال شوې، چې ماشومان له کورونو د باندې سره لوبې کولې او ناڅاپه چاودنه پرې وشوه. د دغې چاودنې له امله دوه تنه ماشومان ځای پر ځای وژل شوي او شپږ نور په ټپي حالت کې روغتون ته رسول شوي دي. په افغانستان کې د څلورو لسیزو په ترڅ کې ګڼ چاودېدونکي توکي پاتې دي، چې هره ګړۍ د خلکو په تېره د ماشومانو ژوند ګواښي.
































