امریکایي او ایتلافي پوځیان وایي چې طالبان د افغان حکومت کمزوري کولو په موخه په خپلو بریالیو بریدونو سره هڅه کوي افغان حکومت تر فشار لاندې راولي خو ایتلافي ځواکونه یې له کړکېچ نه بهر ساتلي دي. یادو پوځیانو د افغانستان پر بیا رغونه د امریکا څار ادارې (سیګار) ته ویلي، چې طالبانو له امریکایي لوري سره د دوحې هوکړې سربېره د افغان حکومت پر ضد خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او له اپریل نه تر جون میاشتې پورې د تاوتریخوالي کچه خپل وروستي حد ته رسېدلې ده. سیګار د امریکایي پوځیانو له خولې ویلي، د افغان حکومت لپاره د دمې وخت هغه و چې طالبانو په کوچني اختر کې اوربند اعلان کړ او په دې سره یې وښوده چې دوی پر خپلو وسله والو پوره کنټرول لري. په ورته وخت کې د امریکا دفاع وزارت هم په خپل وروستي راپور کې ورته څرګندونې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې طالبان د تاوتریخوالي په زیاتولو سره هڅه کوي د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته حالات د ځان په ګټه وڅرخوي.
































