د بغلان ځايي چارواکو د دغه ولایت په جلګې ولسوالۍ کې د دوو ښارګوټو جوړلو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د یاد ولایت د والي ویاند علم مجیدي ویلي، دا لومړی ځل دی، چې په دغه ولسوالۍ کې د ښارګوټو جوړولو چارې پیل کېږي. مجيدي زیاته کړه، چې د ښارګوټو جوړولو چارې له ۳۰ کلونو را هیسې د ښارګوټو د ځای پر سر د اختلافاتو له کبله ځنډېدلې وې او اوسمهال د ځايي مسوولینو په منځګړیتوب اختلافات له منځه یوړل شول او د یادې ولسوالۍ په (یرم بالا) او خواجه هجران سیمو کې د دوو ښارګوټو جوړلو چارې پیل شوې. د نوموړي په وینا د دغه ښارګوټو ځمکه د سیمې د خلکو له لوري د کور او ښارجوړولو ریاست ته ورکړل شوې ده.
































