د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت د دایچوپان ولسوالۍ «اوټۍ» سیمه چې له دې وړاندې له روغتیايي خدمتونو محرومه وه، روغتیايي مرکز جوړ او پرانېستل شو. د زابل د عامې روغتیا رییس ډاکټر ميرويس افغان وايي یاده سیمه چې زيات نفوس لرونکې ده، د روغتیايي خدماتو څخه محرومه وه چې د عامي روغتيا رياست په هلو ځلو صحي خدمات ورته چمتو شول. نوموړی وايي په نږدې راتلونکې کې به نورو سيمو کې هم صحي خدمات پیل شي. نوموړي له مسوولینو او روغتیايي کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې خلکو ته په سمه توګه روغتیايي خدمات وړاندې کړي.
































