واشنګټن افغان حکومت ته وړاندیز کړی دی چې د بین الافغاني خبرو پیل لپاره دې د طالبانو پاتې بندیان خوشې خو تر کورني توقیف لاندې ونیسي. د رویټرز اژانس د راپور له مخې، درېیو لوړپوړو امریکایي چارواکو افغان حکومت ته وړاندیز کړی دی چې له روان وضعیت څخه د وتلو او بین الافغاني خبرو پر وړاندې د خنډونو لرې کولو په موخه دې پاتې طالب زندانیان له بنده خوشې او داسې ځای ته ولېږدول شي چې د طالبانو او حکومت تر نظارت لاندې خپل حبس ته دوام ورکړي. راپور کاږي، دا لوړپوړي چارواکي هڅه کوي د دوحې مذاکرات چې د طالب زندانیانو د موضوع پر سر ځنډېدلي دي بېرته پیل کړي. د یادونې ده چې افغان حکومت د یو شمېر طالب زندانیانو نه خلاصون خبره کوي او طالبانو بیا د سولې خبرو پیل لپاره مهم شرط د دوی د لیست مطابق د ټولو طالب زندانیانو خلاصون بللی دی.
































