د کار او ټولنیزو چارو وزارت لوړ پوړو چارواکو لوګر ولایت ته د خپل د سفر په ترڅ کې د یوه فني او مسلکي زده کړو مرکز پرانیسته وکړه. د یاد وزارت د ټولنیزو چارو معین د دې مرکز د پرانیستې پر مهال وویل، چې په ۳۴ ولایتونو کې به بې سرپرسته ماشومانو او ځوانانو ته له هر ډول تبعیض پرته د مسلکي زده کړو زمینه برابره کړو، چې په دې لړۍ کې لومړی په لوګر کې د۲۵۰ تنو لپاره د فني او مسلکي زده کړو دا مرکز پرانیست. د یاد وزارت د چارواکو په خبره اوس مهال په ټول هېواد کې د تخنیکي او مسلکي زده کړو ۵۲ مرکزونه فعالیت کوي او هر کال له دې مرکزونو څخه ۲۰ زره ځوانان فارغیږي.
































