د روزګان ولایت د اطلاعات او کلتو ریاست خبر ورکړی، چې د دغه ولایت مرکز درفشان سیمه کې یو شمېر تاریخي آثار موندل شوي دي. یاد ریاست پر خپله ایکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې دغه تاریخي آثار خلکو د سرک د کار پر وخت په یوه غونډۍ کې موندلي دي او د بې احتیاطۍ له کبله ورته زیان هم اوښتی دی. د دې ولایت د اطلاعاتو او کلتور رییس ویلي، چې د مسلکي ډلې له څېړلو وروسته به د یادو آثارو تاریخي ارزښت او قدامت څرګند شي. هغه دا هم ویلي، چې روزګان یو تاریخي او لرغونی ولایت دی، چې تر دې دمه په کې لږ تر لږه ۱۴۳ تاریخي سیمې ځانګړې شوې دي.
































