د اوپن ډیموکراسي په نامه خپرونې (ټرمپ طالبانو ته د افغانستان د نیولو زمینه برابره کړې) تر عنوان لاندې اوږده مقاله خپرې کړې ده. مقاله کې راغلي، ټرمپ هڅه کوي په ټاکنو کې د خپلې بریا لپاره خپل ټول سرتېري هېواد ته ستانه کړي او په همدې موخه یې له افغانستان څخه په حساس وخت کې د امریکایي سرتېرو وتلو پرېکړه کړې ده. مقاله کاږي، په داسې حال کې چې په دوحه کې د طالبانو او امریکایي لوري ترمنځ هوکړه لاسلیک شوه او ویل کېدل چې طالبان به تاوتریخوالی کموي خو د یادې هوکړې تر لاسلیک لږه موده وروسته دغې ډلې پر افغان ځواکونو بریدونه ډېر کړي او په همدې توګه هڅه کوي افغان حکومت کمزوری کړي. مقاله کې راغلي، د ځواکونو وتل پر ځای خو بېړه به طالبانو ته د افغانستان د نیولو زمینه برابره کړي. د مقالې یوه برخه کې راځي، طالبانو له ژمنې سربېره له بهرنیو ترهګرو ځانګړې توګه القاعده ډلې سره هم د اړیکو پرېکولو هڅ شواهد نه دي وړاندي کړي او دا چاره به د وخت په تېرېدو افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو په خوندي ځاله بدل کړي. د مقالې وروستۍ برخه کې راغلي، پر طالبانو باور نه دی په کار او د باور جوړونې لپاره اړینه ده امریکایي سرتېري تر هغه وخت پورې افغانستان کې پاتې شي څو دا ډله د حکومت یوه برخه شي.
































