د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې په سراوان سیمه کې د پاکستان په هوايي بریدونو کې نهه کسان وژل شوي دي. د ایران دولتي خبري اژانس ایرنا نن د جنورۍ په ۱۸مه پر خپلې ایکس پاڼې د سیستان بلوچستان ولایت د امنیتي مرستیال علي رضا مرحمتي په حواله خبر ورکړی، چې د پاکستان لخوا د نن ورځې په بریدونو کې ۹ تنه وژل شوي ؛ خو ایراني وګړي نه دي. د نوموړي په وینا، په وژل شویو کې ۴ ماشومان، درې ښځې او دوه نارینه دي. ایراني چارواکو نه دي ویلي چې دا وژل شوي کسان د کوم هېواد وګړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي وو، چې هوايي ځواکونو یې په ځوابي برید کې نن پنجشنبه د جنورۍ ۱۸مه د ایران په خاوره کې تندلاري په نښه کړي دي.
































