مالیې وزارت وایي، د کابل مرکزي سېلو د خپلو تولیداتو او فعالیتونو پراختیا په موخه له یو شمېر ادارو سره قرردادونه لاسلیک کړي دي. یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې مرکزي سېلو د روان مالي کال له پیل راهیسي د تولیداتو پراختیا په پار د ۱۴ بېلابېلو دولتي او خصوصي ادارو سره د ۴۴میلیونه او۵ لکه او ۹۵ زره افغانیو په ارزښت قراردادونه لاسلیک کړي، چي په واسطه یې د یاد شرکت عواید هم زیات شوي دي. خبرپاڼه زیاتوي، چې یاده سېلو په ورځني ډول د یو ټن په اندازه بېلابېل ډول وچه ډوډۍ، کیک، کلچې او داسې نور خوراکي توکي تولیدوي او ترڅنګ یې د ۲۴ساعتونو پر مهال د ۴۵ ټنو اوړو د تولید ظرفیت هم لري.
































