د سرپرست حکومت د اقتصادي مرستیال په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه کې د شوکاڼو ډبرو پر سر د ټاکل شوې رویالیټي او ګمرکي تعرفې د ټیټېدو په اړه پرېکړه شوې، چې د استخراج شویو شوکاڼو، چې نیمه پروسس یې شوی وي، في ټن رویالیټي دې له ۱۸۰۰ افغانۍ څخه ۱۲۰۰ افغانیو او ګمرکي تعرفه له ۱۰۰۰ افغانۍ څخه ۸۰۰ افغانیو ته راټیټه شي. په غونډه کې همدارنګه پرېکړه شوې، چې دا تصمیم یوازې په ساحه کې د پرتو ډبرو په مورد کې نیول شوی او د استخراج د بیا پيل په صورت کې به د رویالیټي او هم د ګمرکي تعرفې په اړه تجدید نظر کېږي. همدارنګه د شوکاڼو ډبرو سوداګر مکلف شوي تر څو په ساحه کې پرتې ډبرې د پنځو میاشتو په جریان کې بهر ته صادرې کړي.
































