د پاکستان د ټاکنو کمېسیون وايي، د پاکستان او ایران ترمنځ د ترینګلي حالت سره، سره به ټاکنې د فبرورۍ په اتمه ترسره شي. د پاکستان د ټاکنو کمیسیون ویاند ویلي، چې د دغه وضعیت لپاره به د پاکستان د ټاکنو کمیسیون خپل مهالوېش بدل نه کړي او ټاکنې به په ټاکلې نېټې ترسره کړي. هغه وویل، چې د ټاکنو کمیسیون د ټاکنو لپاره په تابیاوو بوخت دی او د پاکستان او ایران د کړکېچ له امله د ټاکنو د نیټې د بیا کتنې لپاره هیڅ ډول وړاندیز هم نه دی شوی. د دې ترڅنګ د پاکستان د اطلاعاتو لنډمهاله وزير مرتضي سولنګي هم ویلي، چې ټاکنې به په خپل وخت ترسره شي. هغه ویلي، چې د پاكستان او ایران ترمنځ کړکېچن حالت به په ټاكنو او د ټاکنو پر مهالوېش كومه اغېزه ونكړي.
































