سي بي اس نیوز راپور ورکړی دی چې د امریکا په الاسکا ایالت کې د دوو الوتکو ټکر پېښه کې شپږ کسان وژل شوي دي. د راپور له مخې، په وژل شویو کې د الاسکا پارلمان رییس هم شامل دی. راپور د امریکا د هوانوردۍ ادارې له قوله لیکلي چې د جمعې په شپه د الاسکا په جنوبي سیمه انکوریج کې یوه (ډي هاویلند ډي، ایچ، سي) ډوله الوتکه له یوې ناپېژاندې الوتکې سره ټکر شوې او په پایله کې یې د الاسکا ایالت د پارلمان د رییس ګری ناپ په ګډون شپږ کسان وژل شوي دي. تر اوسه د پېښې د څرنګوالي په اړه راپور نه دی ورکړل شوی خو د یادې ادارې په خبره، د پېښې څېړلو په موخه یې یو پلاوی سیمې ته استولی دی.
































