په هرات ولایت کې د انجې بوټي کښت ډېر شوی او یو شمېر ولسوالیو کې کروندګرو د یاد بوټي کرلو ته مخه کړې ده. په هرات کې یو شمېر کروندګر وایي، د دې ترڅنګ چې د دغه کښت خواري کمه او عاید یې زیات دی، د کوکنارو کښت لپاره هم ښه بدیل دی. کروندګر وايي، د انجې پوټی په یخه او ګرمه هوا کې ښه حاصلات ورکوي او د نورو کښتونو په پرتله خواري يې هم کمه ده. د دوی په وینا د دغي بوټي په یوځل کرولو سره کولی شي. د لسو څخه تر پنځلسو کلونو پورې حاصلات واخلي.
































