د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وایي، په روان هجري لمریز کال کې یې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته لس نیم میلیارده افغانۍ حقوق ورکړي دي. د یاد وزارت ویاند، فیصل خاموش وایي چې له دغه وزارت سره شپږ سوه او شل زره یتیمان، کونډې او معلولین ثبت دي. بل لور ته بیا، یو شمېر معلولین له یاد وزارته د خپلو حقوقو له نه ورکړې شکایت کوي. د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت وايي، تر دې مهاله ۷۵ سلنې یتیمانو ، کونډو او معلولینو سره میاشتنۍ مرستې شوې دي.
































