د کاناډا د کډوالۍ، تابیعت او پناه غوښتنې ادارې ویلي چې پرون له پاکستان څخه ۳۱۹ نور افغانان د دغه هېواد وینکوور ښار ته رسېدلي دي. دغې ادارې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې کاناډا خپلې موخې ته ورسېده او د ۲۰۲۱ اګسټ میاشتې تر دې دمه یې ۴۰ زره افغان کډوال او زیان منوونکي خپل هېواد ته ورلېږدولي دي او زیاتوي چې د هغو کسانو د غوښتنلیکونو څېړنه هم روانه ده چې په کاناډا کې د پناه اخیستو په شرایطو برابر دي.
































