د نیمروز ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، په دغه ولایت کې د مرستندویه بنسټونو له لوري بشري مرستې اړمنو ته نه رسیږي. دوی له مسوولینو غواړي، چې د دغو مرستو د وېش پر بهیر جدي څار وکړي، څو د وېش په بهیر کې روڼتیا رامنځته شي. د نیمروز سیمییز مسوولین بیا وايي، په دغه ولایت کې ټولې مرستې د دوی تر څار لاندې وېشل کېږي او هڅې کوي، چې ټولې مرستې اړمنو ته ورسيږي.
































