د کندوز د کرنې او مالدارۍ ریاست په دغه ولایت کې د مالدارۍ سکټور د پياوړتیا په موخه له هلو ځلو خبر ورکوي. د دغه ریاست د مسوولینو په وینا د روان کال په لړ کې، په دغه ولایت کې څه باندې ۴۰۰ زره څاروي واکسین او همدارنګه یې نسل هم اصلاح کړی دی. د کندوز د امام صاحب ولسوالۍ اوسېدونکي، چې د افغانستان او تاجکستان تر منځ د پولې په اوږدو کې ژوند کوي، په دې سیمه کې شته ځنګلونه د مالدارۍ لپاره غوره ځای بولي.
































