د امریکا په بېلابېلو سیمو کې د واورین طوفان او سختې یخنۍ له امله ۶۰ تنه مړه شوي او تر ۱۰۰ میلیونو ډېر کسان د یخنۍ د دې کمسارې څپې له ګواښ سره مخ دي. د امریکايي چارواکو په وینا د دغه هېواد په سویلي سیمو کې لا تراوسه ګواښونه شته، چې ښایي یاد واورین طوفان او یخني د راتلونکې اونۍ تر پایه دوام وکړي. په ټنسي ایالت کې ټول دولتي دفترونه تړل شوي او خلکو ته سپارښتنه شوې چې په کورونو کې پاتې شي.
































