د بغلان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ د خوړو او کرنې سازمان په مالي مرسته د اکتید موسسې له لوري د دې ولایت ۵۰۰ بزګرو سره د غنمو او کیمیاوي سرې مرسته وشوه. د بغلان، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو د برخې مسوو ولي امرخېل وايي، چې د دې ریاست په همغږۍ د خوړو او کرنې د بین المللي سازمان په مالي مرسته د اکتید موسسې له لوري د دې ولایت په پلخمري ولسوالۍ کې له ۵۰۰ بزګرو سره د غنمو اوکیمیاوي سرې مرسته وشوه. آمرخېل زیاته کړه، چې هر بزګر ته ۵۰ کیلو د غنمو اصلاح شوي کرنیز تخم، ۵۰ کیلو سپینه سره او ۵۰ کیلو ډیپي سره ووېشل شوه.
































