د لوګر ولایتي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت محمداغې ولسوالي د صنعتي پارک د لومړي فاز کارونه بشپړ شوي او راتلونکې نوي کال کې به پانګوالو ته د صنعتي پارک د ځمکو وېش پيل شي. د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس شبیراحمد صدیقي ویلي، د محمداغې ولسوالي صنعتي پارک چې پر ۵۰۰ جریبه ځمکه کې په دوه فازو کې جوړیږي، د لومړي فاز چې ۲۵۰ جریبه ځمکه کېږي، کارونه یې بشپړ شوي او ځمکه یې پانګوالو ته د وېش لپاره چمتو شوې. د نوموړي په وینا، د هېواد بېلابېلو پانګوالو ورته د ځمکې ترلاسه کولو وړاندیزونه کړی او یو جریب ځمکه به پانګوالو ته د ۳۰زره امریکایي ډالرو په بدل کې ووېشل شي.
































