د کونړ د شیګل ولسوالۍ شینکوړک درې ته د ۱۲ کیلو متره سړک رغولو چارې پیل شوې. دغه سړک د ولس په شخصي لګښت او د سرپرست حکومت په همکارۍ جوړېږي. یاده سیمه کې لسګونه کورنۍ ژوند کوي خو د خلکو په وینا په تېر کې ورته خدمت نه دی شوی. د سیمې اوسېدونکي وايي، د اسانتیاوو د نشتوالي له امله دغه ۱۲ کیلو متره لار پلې وهې. د یادې سیمې اوسېدونکي وايي روغتیايي اسانتیاوې یې په نشت حساب دي.
































