یو امریکایي چارواکي له ماکور ریشون ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي چې د نړیوالو له غبرګونونو وروسته بیا له اسراییل سره د فلسطیني خاورې د الحاق خبره چا نه ده یاده کړې. راپور کې د یاد چارواکي له خولې راغلي، چې اوسمهال دې موضوع ته نه اسراییل او نه هم امریکا ارزښت ورکوي. راپور کاږي، له غبرګونونو وروسته نه امریکا او نه هم اسراییل په دې اړه تماس نیولی دی او په خبره یې، اسراییل اوس په دې اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ترمپ دریځ ته منتظر دی. د یادونې ده چې تر دې وړاندې سپینې ماڼۍ هم ویلي وو چې دوی تر اوسه په دې اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.































