د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چاور وزارت ویلې، چې پرون له پاکستانه ۵۲ کورنۍ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول، چې شمېر یې ۱۷۰ تنو ته رسېږي. دې وزارت زیاته کړې، چې د راستانه شویو ۴۰ کورنیو له هرې کورنۍ سره د ۱۰ زره افغانیو نغدي مرسته شوې، چې ځینې یې خپلو ولایتونو او سیمو ته هم انتقال شوې دي. په ورته مهال په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ټرانسپورټ کمېټې له لوري ۷۱ تنه یې په خوندي او وړیا ډول کابل، ننګرهار، کندهار، کونړ او لغمان ولایتونو ته لېږدول شوي. د یادونې وړ ده، چې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمېسیون د بېلابېلو کمېټو غړي د ننګرهار په تورخم، د کندهار په سپین بولدک، د پکتیا په ډنډپټان او د پکتیکا په انګور اډې سرحدي سیمو کې راستانه کېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کوي.
































