تېره ورځ ناوخته په عراق کې د امریکایي ځواکونو پر یوه اډه د بالستیک توغندیو بریدونه شوي. د امریکايي ځواکونو مرکزي قومندانۍ (سنتکام) ویلي؛ په دغه بریدونو کې یو شمېر امریکايي ځواکونه ټپیان شوي، چې له ډلې یې د یوه روغتیایي وضیعت نازک ښودل شوی دی. په راپور کې راغلي، چې دغه توغندي له سلو کيلومټره واټن څخه پر دغې اډې توغول شوي دي.
































