د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او پښتون سیاستوال محمود خان اڅکزي په چمن کې د پاکستاني او افغان ځواکونو نښتې ته په اشارې ویلي چې د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت قومونه په کرښو او اغزن تارونو نه سره بېلېږي او په وینا یې پاکستان دې د دوی تر منځ د بیلتون کرښې نه راکاږي. هغه په یوه تازه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان وایي، د اغزن تار غځولو نه یې موخه د ترهګرو د تګ راتګ مخنیوی دی وویل، دا ټولو ته معلومه ده چې ترهګر څنګه، څوک او څه وخت اړوي راړوي او په خبره یې؛ پاکستان پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار غځولو سره هڅه کوي پښتانه قومونه سره بېل کړي خو پښتنو نه ډېورنډ کرښه منلې او نه به اغزن تار ومني. اڅکزي ویلي، دوی د پاکستان پر دې کار چوپ نه پاتې کېږي او ټول پښتانه به یو ځای د پاکستان د دې غیر قانوني کړنو مخنیوی کوي. د یادونې ده چې پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښه د اغزن تار لګولو کار خلاصولو ته نږدې کړی دی، چې تل د کرښې دواړو غاړو ته د مېشتو قومونو له غبرګونونو سره مخ شوی دی خو په دې اړه د افغان حکومت چوپتیا خلکو ته ګڼې پوښتنې او اندېښنې پیدا کړې دي.
































