د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر هلمند ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د بست تاریخي کلا څخه د لیدنې پرمهال ویلي، هڅه کوي د سیلانیانو پر وړاندې شته ستونزې حل کړي. نوموړي د بست کلا څخه د لیدنې پر مهال وویل چې اطلاعاتو او کلتور وزارت د ټول افغانستان د تاريخي آبداتو بیارغونه پیل کړې چې د رغولو پروسه يې په جدي توګه پرمخ روانه ده. خیرخواه زیاته کړه کاري ټیم يې هره ورځ د تاریخي آبداتو پر څېړنه کار کوي، ترڅو ټول تاریخي ځایونه په رسمي ډول د اطلاعاتو او کلتور وزارت سره ثبت شي. نوموړي همداراز وويل افغانستان اوس تر هر وخت ښه د سیلانیانو لپاره غوره ځای دی، او هڅه کوي، چې د سیلانیانو ستونزې ور حل کړو څو وکولی شي په ښه ډول د افغانستان له هرې برخې څخه لیدنه وکړي.
































