په کابل کې د ایران سفارت مرستیال غلام رضا نجاري وايي، په ایران کې دمګړۍ ۷۵۰ زره افغان زده کوونکي په ښوونځيو او مدرسو کې په لومړنۍ او امنځنۍ کچه پر زده کړو بوخت دي. نوموړی ډاډ ورکوي، چې په دغه هېواد کې د افغان زده کوونکو لپاره د زده کړو ښه زمینه برابره شوې ده. د نجاري په خبره د غیر رسمي شمېرو له مخې په ایران کې ۷ میلیونه افغان کډوال شتون لري. دغه ایرانی چارواکی زیاتوي دوی د افغان کډالو لپاره د ویزو او نورو برخو کې ښې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
































