د پاسپورټ عمومي ریاست ویلي چې دا بهیر یې د سړې هوا، د اسانتیاوو نه شتون او د مراجعه کوونکو د ګڼې ګوڼې څخه د سیمې خلکو د شکایتونو له امله درولی دی. پاسپورټ ریاست په یوه خبر پاڼه کې ویلي، چې کابل کې د پاسپورټ د وېش د څلورو نورو مرکزونو پر فعالولو هم کار روان دی.
































