په بغلان ولایت کې د شمال د ډبرو سکرو تصدۍ مسوولین وايي، چې په ټولو شمالي او شمال ختیځو ولایتونو کې یې د لوړ تناژه تلو په فعالولو سره د سکرو د قاچاق کچه صفر ته راټیټه کړې ده. د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رییس عبدالله حامد وايي، چې د پخوا په پرتله د سکرو د قاچاق مخه د دولتي تلو په فعالېدو سره نیول شوې او لا هم هڅې روانې دي څو په شمالي ولایتونو کې نورې لوړ تناژه دولتي تلې هم فعالې شي. د بغلان د شورابک د کان کارکوونکي وايي، چې د بغلان د کانونو سکاره له ښه کیفیت څخه برخمن دي ځکه خو یې د پېر لپاره تقاضا په ښار کې زیاته شوې.
































