د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په کندهار ښار کې د نجونو لپاره ښوونځی جوړ کړی. د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د کندهار ښار د میرزا احمد خان کلاچي په سیمه کې یې د نجونو یو ښوونځی جوړ کړی. د دوی په خبره یاد ښوونځی یې د جاپان د بهرنیو چارو وزارت په مالي مرسته جوړ کړی چې له سلو څخه زیات زده کوونکو ته د زدهکړو زمینه پکې برابره ده.
































