په افغانستان کې د دولتي شرکتونو د ښه مدیریت، ملي عوایدو لوړېدو، انحصار او احتکار د مخنیوي په موخه د امارتي شرکتونو د پياوړتیا او انسجام خپلواکې ادارې په فعالیت پیل وکړ. په همدې موخه جوړې شوې غونډې ته د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د دولتي تصدیو او شرکتونو فعالیت اغېزناک وباله په خبره یي، د تېرې قمري پېړۍ تر وروستۍ پورې دولتي تصدیو او شرکتونو تر ۶۰ سلنې پورې ملي بودجه برابروله او خدمات یې تر خصوصي سکټور لوړ وو.
































