د لوګر ولایت پوهنې ریاست د روان ۱۴۰۲ لمریز کال په تېرو لسو میاشتو کې ۱۱ سوه نوي نارینه او ښځینه ښوونکي پر دندو ګومارلي دي. یاد ښوونکي د پوهنې وزارت په لار ښوونه په نویو منظور شویو خالي بستونو کې په دندو ګومارل شوي دي. په ګومارل شویو ښوونکو کې ۹۵۰ نارینه ښوونکي او ۱۵۰ ښځینه ښوونکې شامل دي، چې ۷۱۸ یې په دیني مدرسو او ۳۱۹ نور یې په ښوونځیو کې ګومارل شوي دي. د لوګر د پوهنې رییس جنت ګل عزیز وايي، د نویو ښوونکو په ګومارلو سره په دیني مدرسو او ښوونځیو کې د ښوونکو د کمښت ستونزه تر ډېره بریده حل شوې ده.
































