د غور د کرنې، اوبولګولو او مالداری ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې پر۹۰۰ بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وېشل شوې دي. د یاد ولایت د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې په شهرک ولسوالۍ کې د افغان اېډ موسسې له لوري پر ۹۰۰ بزګرانو کیمیاوي سرې او د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي، چې پکې هر بزګر ته ۵۰ کیلو ګرامه غنم او ۱۰۰ کیلو ګرامه کیمیاوي سرې ورکړل شوې دي.
































